د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د غربي کلتور پلي کيدل او زموږ چوپتيا!

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01farid-ahmad-taskeen.jpg

 

 





هره ورځ نارې وهو زموږ کلتور د پرديو ترفرهنګي يرغل لاندې دی حکومت دا نه کوي دا نه کوي دايې داسې وکړل او دا يې څنګه وکړل اوڅنګه يې کوي همداسې نورې نيوکې هم کوو تل موږ حکومت ملامت بللی دی؛خو يوه ورځ مو هم خپل ګريوان ته سر ټيټ نکړ چې دا موږ ولې څه کوو په کومه لاره روان يو، زموږ راتلونکی به څه ولې همداسې ننګونو اوستونزو سره مخ يو؟ او همداسې نور.........                                                                   
تل موږ بل ته ګوتنيونه کوو خو دلاس پنځه ګوتې مو يو شان نه دي که يوه ګوته بل ته نيسو نورې ګوتې موږ ته نيول کيږي او مخالف لوری شميرل کيږو.
پرون د کابل په پوهنتون کې د شعر سيالي وه ترڅنګ يې ازاده مشاعره هم وشوه خو يو ډول کشمکش او ستونزو سره مخ وه . په دې مشاعره کې د نارينه وو ترڅنګ ميرمنو هم ګډون کړی و د دري اوپښتو ژبو ويونکو خپل شعرونه وويل او د زړه د درد او مينې ښکارندويي په خپلو شعرونو کې د هنر په ژبه وکړه، په دې ادبي بنډار کې يوه خبره چې ډير يې خواشينی کړم هغه داوه چې د پښتو ژبې د ويونکو شمير ډير کم و او په ډير کم شمير سره راغوښتل شوي وو په دې هم نه پوهيږم چې علت به يې څه وي او ولې دوی ته پکې کمه برخه ورکړل شوې وه؟                                          
ګران لوستونکي دې په دې وپوهيږي چې دا خبرې ما دتعصب لپاره ونه کړه او نه وايم چې ياره دري ژبو خلکو پښتنوسره تعصب وکړ،موږ يې کم شمير راغوښتي وو او يايې موږ ته پکې برخه کمه راکړې وه .دا د دوی حق دی چې بايد ترې وانه خيستل شي او نه څوک ورسره تعصب وکړي داځکه چې دوی همدومره وړ او با احساسه مفکرين لري يووالی لري د خپل ځوان نسل په درد درديږي دوی هر ډول ستونزې پرځان تيروي خو خپل ځوان نسل لپاره هر ډول زمينه برابروي ترڅو په راتلونکي کې د دوی دځای ناستي په توګه کار وکړي او همداسې د دوی په شان راتلونکی نسل هم همدا ډول په ښه مفکوره او روحيه وروزي .                                                                                
موږ پښتانه چې همداسې خوار او زار يو ځوانان مو دقلم پرځای ټوپک سره ښه مينه کوي له نيشه يي توکوسره لاس او ګريوان دي او همدا ډول نورې ستونزې چې موږ يې پنډونه پرسر وړو دا دچا له لاسه؟ دا زموږ د نا اهلو مشرانو له لاسه ځکه موږ همداسې لکه دا نور قومونه چې خپل بچيان په سالمه روحيه روزي داسې روزل شوي نه يو تل زموږ مشرانو د قلم پرځای ټوپک راکړی دی تل موږ د خپلو نا اهلو مشرانو په پله تګ کړی دی.
دغه غونډه د بهرنۍ sound central موسسې د يوې ځانګړې موخې لپاره پر لاره اچول شوې وه نه پکې د هنر د ودې لپاره کوم مثبت ګام اخيستل شوی و او نه هم د ځوانانو د يووالي لپاره بلکې د خپل غربي کلتور د ودې لپاره پر لاره اچول شوې وه له يوې خوا يې موږ افغانان سره په دوه ونډه کړي وو چې يو ته يې د دري ژبي او بل ته يې د پښتو ژبي نومونه ورکړي وو. هغه کميسيون چې بايد د شعر د ارزولو لپاره ځانګړی شي يوازې د دري ژبوکسانو له خوا جوړ شوی و او پښتنو ته پکې هيڅ ونډه نه وه ورکړل شوې او ترڅنګ يې د شعر ويلو لپاره هم کمه ونډه ورکړل شوې وه اوبله يوه مهمه موضوع چې زموږ د کلتو او فرهنګ د بهبود او نابودۍ لپاره وه هغه د غربي دود او دستور پلي کول وو. په دغه غونډه کې ځيني انګليسي شعرونه وويل شول چې ټولې خبرې پکې سيکس او لوڅې وې هغسې خبرې وې چې زموږ د ټولنې او اسلامي اصولو خلاف وې دا په انګليسي ژبه شعرونه هغو کسانو وويل،چې زموږ افغانان دي او د همدغو بهرنيانو سره د فرهنګي سلاکارانو او ژباړونکو په توګه کار کوي.                                                                
په دې بنډار کې بايد يوازې د افغاني فرهنګ او ادب هنر ښکاره شوی وی نه چې د غربي دود او دستورونو پلي کول. د همدغې بهرنۍ موسسې افغان کارکوونکی بلوچ نومی چې په دري ژبې یې خبرې کولې او د دغې غونډې دسمبالښت چارې هم ورله غاړې وې د غونډې د پای ته رسيدو وروسته د ځينو فرهنګيانو له غبرګون سره مخ شو چې په دې فرهنګيانو کې زه او زما ملګري هم وو،موږ ورته وويل :وروره تاسو ولې موږ ته کمه برخه راکړې وه او ولې دې موږ ته د دې اجازه نه راکوله چې د نورو په شان موږ هم پراخه برخه واخلو؟ ده پرته له دې چې خپله تيروتنه ومني وويل :تاسو پښتانه تعصب کوئ او له دري ژبې نه بد وړئ او دا کار نه دی ښه دا به ملي يووالی مات کړي او تاسو داسې کوئ او هسې کوئ په دې سره يې غوښتل چې د دري ژبو وروڼو غوسه هم راوپاروي او خپل غربی بادار خوښ وساتي خو د خدای ج برکت و د دې ناوړه کس خبرې ونه منل شوې او موږ ده او نورو دري ژبي وروڼو ته قناعت ورکړو او ورته مو وويل: موږ ته د دري او پښتو مسله نه ده مطرح موږ دا غواړو چې ولې زموږ په افغاني ټولنه کې غربي کلتور او فرهنګ پلی کيږي ولې داسې لوڅې خبرې په شعر کې وشي ولې دا ډول مفکوره خپل مغز ته پيچکاري کړو.                                                                      
او يوه بله خبر چې زه ورته حيران شوم او سخت زړه مې درد وکړه هغه داو،چې دوی خو په انګليسي ژبه شعرونه وويل نوولې هغه کميسيون چې دشعر د ارزولو لپاره ټاکل شوی و دې انکليسي شعر ته نومرې ورکړل شوې؟
زه دا وايم چې ترڅو به موږ خپل دوښمنان نه پيژنو داسې دوښمن چې د لستوڼي د مارغوندې ټک راکوي،ترڅو به موږ دا مفکوره مخته وړو او ترڅو به دا در بدر ولس په يو نوم او بل نوم ټکوو ترڅو به دپرديو لاس پوڅيتوب کوو اوتر څو به خپل دوښمنان خوښ ساتو ترڅوبه زموږ پرسره د لوبې امتياز دوی ته ورکوو.                                                                                            
د عزت الله ځواب يو بيت دی چې وايي:                                                 
منم پيسې چې د ژوندون قيضه له تاسره ده
رڼا له تاسره ده توره شپه له تاسره ده
که د شاعر په خبره د پيسې لپاره د ژوند قدر وکړو نودابه مو خپل ژوندته د تورې تيارې او تباهۍ لاره کړې وي او خپل نسل به مو د پرديو د مفکوروي یرغل تر اغيزې لاندې راوستی وي او خپل هغه تير تاريخ چې په زرينو کرښو مو نړی ته په نيک نام ليکلی دی شرمولی وي او د خپل پلرني فرهنګ او کلتور زړې جرړې به مو له بيخه باسلې وي .                                     
په دې سره به زموږ هغه سنتي او اسلامي فرهنګ چې هر انسان ته پکې خپل ارونه ټاکل شوي دي او د هر انسان د عزت پوله تړل شوې او ورانه شوې نه ده له مينځه يوسو.                                                                       
د افغانستان د هنراو کلتور د ودې ټولنې اداره او هغه افغانان چې غواړي خپل کلتور او فرهنګ له پرديو وساتي د همداسې بهرنيو او کورنيوکړيو مخنيوی کوي او په ګډه به له خپلو افغانانو سره د خپل فرهنګ او کلتور د ودې لپاره مټې را بډ وهي او عملي کار به ورته کوي.                                         
دا زموږ ايماني او وجداني مسووليت دی چې بايد ادايې کړو او هرې ستونزې ته د حل لاره ولټوو .                                                                          
همدا موږد قلم خاوندان د ټولنې سترګې،ژبه او غوږونه يو او بايد چې خپل   مسووليت په ښه شکل سره ادا کړو.                                                 
د افغاني فرهنګ او کلتور مخته بيوونکي چې غواړي په ريښتيني ډول کار وکړي او وکولای شي افغاني فرهنګ او کلتور مخ پر ودې لاړ شي د داسې خلکو مخنيوی دې وکړي او د افغانستان د قانون په چوکاټ کې دې ورته سزا ورکړی شي.                                                                                    
په همدې هيله                   
فريد احمد تسکين                       
 د افغانستان د هنراو کلتور د ودې ټولنه .                              
۱۳۹۲/۲/۵ وری

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…