د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لښکر لښکر دبخت سړي دې ډېر شه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01farid-ahmad-taskeen.jpg

 

 


دا څو ورځې ډير ناروغه وم هغه د چا خبره طبيت مې بيخي خړو. خواړه مې زړه ته نه کيدل ذهن مې يو ډول کشمکش سره مخ و،ملګري مې هم په زړه وريدل څه سرته به مو درد ورکوم بيخي ستړی غوندې وم.
 مازديګر مهال و کورته راغلم دمه مې وکړه له ستړيا وروسته مې کمپيوټرروښانه کړ ماويل د نيټ نړۍ ته به هم سر ورښکاره کړم پښتو ويب پاڼې چې ډيره مينه ورسره لرم هره ورځ یې د ليدو ليواله یم.
داځل مې چې د خپلې خوښې پاڼه تاند خلاصه کړه يو خبر مې واوريد چې په غټو ټکو يې ليکلي و(دميرمن کلتوري ـ ټولنيزبهير د۱۳۹۲کال دلومړۍ غونډې رپوټ) خبر مې ټول ولوست خدای ج شته ډير خوښ شوم چې د نارينه وو ترڅنګ زموږ افغانو نجونو او دادب مينوالو لکه څنګه چې پخوا د ادب په لاره کې ښې ځليدلې دي او زياريې ایستلی دی داځل يې هم خپلې غونډې پسې وغځولې.
 که څه هم د ميرمن بهير د غونډو دځای ستونزو د دوی غونډې ځنډولې وې خو بيايې هم په ډيرو ستونزو غونډه په پخواني ځای د ښوونې او روزنې وزارت په کلوپ کې وکړه.
 په ريپوټ کې ليکل شوي و چې له دې وروسته به د ميرمن کلتوري ـ ټولنيزبهير غړې د کتاب ښار دغونډو په تالارکې سره راټوليږي او خپلې اونيزې غونډې به همدلته کوي خوښي مې نوره هم زياته شوه داځکه چې بهيروالې نور دځای له ستونزو خلاصې شوې او اوس به په ډاډه زړه غونډې کوې.                                                             
ياران دې ژوندي وي با احساسه مفکرين دې تل بريالي وي استاد نجيب منلی او عطا الله خان حيران دوی دې کور ودان وي چې دوی ته يې دغونډو لپاره دځای اسانتيا برابره کړه يادو با احساسو مفکرينو نه يواځې چې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيزبهيرلپاره يې ځای ورکړی بلکې د افغان ادبي بهير لپاره يې هم ځای برابرکړی دی .
کتاب ښار نه يوازې داچې کتاب پلورنځی دی،بلکې خپل کتابونه هم چاپوي تردې دمه يې پنځه عنوانه کتابونه چاپ کړي دي. د کتاب ښار مسوولين که په مياشت کې نه شي د اونۍ یوه فرهنګي غونډه جوړوي ،چې ښې بيلګې يې څه موده وړاندې پکې دشهيد امان الله سيلاب ساپي د کتاب (کنډولي) او دسعيد زابلي د کتاب (ستوروته ناست يم له سيتاره سره) مخکتنې وشوې. سربيره پردې وخت ناوخت پکې ادبي او فرهنګي غونډې هم ترسره کيږي.                  
موږ داسې پښتانه مشران لرو چې په پيسو يې بانکونه پړسيدلي دي بلا بلا موټرې،جايدادونه او د تاج محل غوندې ښکلې بنګلې لري خو د احساس د دارايۍ فيصدي يې په صفر کې ده موږ داسې مشران هم لرو چې يوازې د سر درد او اشتها د نه لرلولپاره بهرنيو هيوادونو ته د تداوۍ لپاره ځي.
 بس پاسپورټونه يې په جيب کې پراته وي چې وغواړي هرساعت د چکرلپاره د نړۍ هرګوټ ته تللی شي خو دهغو بې وزلوخلکودستونزو او چيغو لپاره بيا داسې خلک نلرو چې د يوې ګولې ډوډۍ لپاره خپل بچيان پلوري او ور سره مرستې وکړي،بياچې داسې روڼ اندي اولکه د غره غوندې د لويې حوصلې خاوندان چې د خپلې ژبې د ودې لپاره هرډول مالي اوځاني قرباني ورکوي هغه هم چې کم امکانات ولري په ډير کم شمېر سره پيدا کيږي.
زه وايم چې راځئ نور ديوبل له وينو تويدلو تيرشو،يوبل ته په ستونزو کې لاس ورکړو خپلې ژبې،خپل هيواد او خپل فرهنګ د ودې لپاره هرډول قرباني ورکړو.
زموږ دادب دلارې لارويان چې په وړياډول خپل هيواد،خپلې ژبې او خپل فرهنګ ته په داسې شرايطو کې کارکوي چې له يوې خوايې د کورنۍ اقتصادي وضعه ښه نه وي او له بلې خوا په هغو سختو فرهنګي ستونزو کې خپل ادب ته کارکوي چې زموږ غوندې پښتنو سيمو کې ورته ډيرستونزمن دي.
زموږ وروڼه اوخويندې چې څومره په شوق او ذوق سره د خپل هنر څرګندولو لپاره له لرو او پرتو سيموڅخه راځي ډيره د حيرانتيا خبره ده.
دوی غواړي د خپلې سيمي او خپل هيواد دسولې ناره تر نړيوالو ورسوي او ورته ثابته کړي چې افغانستان دسولې ټاټوبی دی نه دجنګ او جکړې،داسيمه دعلامه خادم ،سيدجمال الدين افغان،ګل پاچا الفت،ډاکترنجيب الله او همدا ډول نور ورته سیاسي مبصرين او مفکرين لري .
موږ داسې لوړ استعدادونه لروچې دنړۍ په کچه برياوې لرلی شي ،زموږ دا هريو ورو او خور دهنرپه مټ کولای شي د نوبل جايزې وګټي اونړيوال شهرت ترلاسه کړي؛خو افسوس چې زموږ په ګران هيواد افغانستان کې د هنر ارزښت او جوهر ترپښو لاندې شوی اوځای يې ټوپک سالارۍ او خپل منځي وژنو او دوښمنيو نيولای،دوښمن تل موږ لکه د سپيو غوندې سره په جنګ اچولي يو او پرموږ يې سيالۍ جوړې کړې انعامونه او ګټې تل دوی وړي دي.
ځوان شاعر طايرځلاند وايي:
په تندي مو هر څوک خپله نعره ليکي
موږ د دې ښار ديوالونه بې شعوره
که د شاعر په خبره موږ لکه د ديوالونو غوندې همداسې بې شعوره او ويده پاتې يو نو زموږ همدغه دوښمنان چې موږيې سره خپلوکې اچولي يو تل به همداسې په موږ حکمراني کوي او زموږ هيواد به تل دنړيوالو لپاره د جنګ او جګړې دميدان په توګه ګرځيدلی وي.
زه په ټولو هغو ملي سوداګرو او مشرانوغږ کوم چې دکتاب ښارد مسوولينو غوندې خپل احساس را څرګند کړي او هرډول مرستې د هيواد د فرهنګي اوعلمي سټوڅخه ونه سپموي ترڅو ادب او فرهنګ مو وده وکړي هيواد مو د پرمختګ خواته روان شي،ملي يووالی مو تامين شي او بيا به زموږليونی دوښمن  د جنون په نېشه کې هيڅکله هم پرموږ خوله ونه لګوي.
په پای کې د کتاب ښار له مسوولينو استاد نجيب منلي او عطا الله خان حیران غرونه غرونه مننه کوم چې د ادب د لارويانو لپاره يې د غونډو ځای ورکړی دی د کاروان صيب په دې شاعرانه وينا خپلې لپې پاک رب ج ته پورته کوم او ورته د دعاګانو هيله کوم.
داچم ګودر په ښکليو پاک لمنو پيغلو ډک شه
تورزن زلمي لښکر لښکر دبخت سړي دې ډېر شه
کاروان


فريد احمد تسکين / پکتيا کور،ګرديز

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1775

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1727

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1981

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2548

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6771

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…