د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سولې لس زره ټوکه کتابونه چاپ شول

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01gulagha-ahmadi-wardagbooks.jpg

 




د لس زره ټوکو کتابونو په شمېر د سولې د کتابتون لومړۍ برخه یا لس عنوان کتابونه له هر عنوان څخه زر ټوکه چاپ او د افغانستان د پياوړي او علم پال ولس خدمت ته وړاندې شول.
د سولې د کتابتون لومړۍ برخه د هغو ۳۰ عنوانه کتابونو له جملې څخه ۱۰ عنوان کتابونه دي  چې د دې کتابونو لیکوال ګل آغا احمدي وردګ یې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې، چټکتیا، پیاوړتیا، څیړنې او د سولې د حقیقي تصویر د وړاندې کولو په موخه د لیکلو تابیا لري او له نېکمرغه له دې ډلې څخه لومړني لس عنوانه کتابونه بشپړ شوي، چاپ شوي او د درنو هیوادوالو درانه چوپړ ته وړاندې شوي دي.
دغه ۱۰ عنوانه کتابونه د ۱۳۹۲ کال د پيل سره جوخت د بهیر په مطبعه کې له چاپه را ووتل او د ګرانو هیوادوالو د مطالعې وړ و ګرځیدل. دا ۱۰ عنوان کتابونه چې ټولټال ۱۷۵۰۰۰ کلیمې یا لغتونه کیږي، د ۱۰۳۷ مخونو په چوکاټ کې برابر شوي او لنډه پېژندنه یې په لاندې ډول ده:
۱.سوله په آیتونو کې
سوله په آیتونو کې د یو شمیر داسې قرآني آیتونو ژباړه، تفسیر او شننه ده چې د سولې د تامین په موخه د اسلام په ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) باندې نازل شوي دي، چې دغه آیتونه د سولې د تامین په برخه کې الهي امر دی، د انسانانو په ژوند کې د سولې اهمیت څرګندوي او انسانان له هر ډول فساد څخه منع کوي.
۲.سوله په حدیثونو کې
دغه کتاب د اسلام د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد (ص) د یو شمیر هغو احادیثو ژباړه او شننه ده چې د وګړو تر منځ د سولې د تامین په لارو چارو ټینګار کوي.
۳.سوله په حکمونو کې
سوله په حکمونو کې اثر د سولې په هکله د هغه پراخې څیړنې څخه عبارت ده چې سوله له دیني او ټولنیز اړخه په پراخه کچه څیړل شوې ده او د هغې په تعریف، احکامو، شرایطو، اهمیت او په ټولنه کې د ستر دریځ په درلودلو را څرخي چې مخکې له دې ما ته زموږ په ملي ژبو کې د داسې یو کتاب د درلودلو څرک نه دی لګیدلی.
۴.سوله په سیرتونو کې
دغه کتاب د اسلام د سپیڅلي پیغمبر (ص) د سیرت ځینې برخې په لنډه، اغیزمنه او موثره توګه له لوستونکو سره شریکوي او دا خبره په ثبوت رسوي چې د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د ژوند او بلنې موخه په نړۍ او انساني ټولنه کې د یوه داسې سوله ایز ژوند تامین دی چې د انسانانو تر منځ هیڅ ډول تاوتریخوالي وجود و نه لري.
۵.سوله په نظرونو کې
سوله په نظرونو کې کتاب د یو شمیر پوهانو په داسې قیمتي نظریاتو را څرخي چې د انسانانو تر منځ د سولې، مینې، محبت، ورورګلوۍ، کار، ژوند او په یو شمیر نورو برخو کې د خپلو تجربو له مخې وخت پر وخت ویلې، له نورو ژبو څخه را ټولې او ژباړل شوې دي او سوله په نظرونو کې نوم ورکړل شوی دی.
۶.سوله په شخصیتونو کې
دا کتاب په ملي او نړیواله کچه یو شمیر هغه اشخاص معرفي کوي چې د ژوند بریالیتوب یې په سوله، مدني جوړښتونو، عدم تاوتریخوالي یا عدم تشدد او سوله ایزه مبارزه کې لټولی، د خپل ژوند زیاته برخه یې د خپلو خلکو خدمت ته و قف کړې او داسې لوی لوی نوښتونه یې کړي دي چې د نړیوالو د اقتدا مثال ګرځیدلی دی.
۷.سوله په بنسټونو کې
سوله په بنسټونو کې د یو شمیر هغو بنسټونو پیژندنه ده چې په ملي او نړیواله کچه یې د سولې په لاره کې هڅې کړې، په نړۍ کې د سولې د تامین په موخه ګټور ګامونه ایښي او د بشر په خدمت لګیا دي.
۸.سوله په مکتبونو کې
سوله او پوهنه تر خپل منځ نه بیلیدونکی تړاو لري او (سوله په مکتبونو کې) اثر د سولې او پوهنې مشترک بنسټونه څیړي، د ځوانانو یو شمیر ستونزې یې مشخصې کړې، د افغانستان په پوهنیز نظام له لوستونکو سره ګټورې خبرې لري او په ۱۳۹۱ کال کې یې په پلازمینه کابل او ولایتونو کې له لوستونکو سره د پوهنیز پرمختګ روښانه مزل شریک کړی دی او دغه  ویاړمن کاروان یې ګام پر ګام پاللی دی.


۹.سوله په شعرونو کې
سوله په شعرونو کې د لیکوال د زړه د کړیکو یوه برخه ده چې وخت پر وخت یې په منظومو قالبونو کې د سولې د تامین په موخه په خپلو خیالاتو کې انځور کړې او د قلم د رنګ په اوښکو یې د کاغذ کرښې پرې تورې کړې دي.
۱۰.سوله په نثرونو کې
سوله په نثرونو کې هغه راز دی چې لیکوال یې په خپله ټولنه کې د تلپاتې سولې د تامین په موخه له ښایست، ښکلاوو، ګلونو، طبیعیت، کایناتو او رازونو سره په خبرو راوستلی او په یو شمېر نثري لیکنو کې یې د خپل زړه نازکخیاله او له دردونو څخه ډکې خبرې د کاغذ پر مخ کښلې دي.
د سولې پوهنیزه او روزنیزه اداره یا Peace Education and Training Organization چې په هیواد کې د ریښتینو سوله ایزو هڅو په موخه تازه تشکیل شوې ده، د چا له مرستې پرته یې د یادو شوو کتابونو د لیکنې، ډیزاین، چاپ او مینه والو ته د رسولو چارې ټولې په خپله غاړه اخیستې دي. نوموړې اداره د سولې د کتابتون د کتابونو د لیکوال په نوښت تشکیل شوې او د ټول هیواد په کچه د مختلفو پروګرامونو له لارې د سولې د پراخو هڅو تابیا لري.
اوس مهال له دې هر یوه کتاب څخه یوازې ۱۰۰۰ نسخې چاپ شوې چې ټولې ۱۰۰۰۰ نسخې کیږي خو موږ پلان لرو چې د امکاناتو په صورت کې د یو شمیر نورو سوله ایزو پروګرامونو تر څنګ دغه کتابونه له پښتو ژبې څخه نورو ملي ژبو ته هم و ژباړو او لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰ نسخې چاپ او په ټول هیواد کې یې په داسې شکل توزیع کړو چې له هغه څخه د استفادې یو ښه لارښود هم و لري څو زموږ سوله تږو وګړو ته د سولې حقیقي څیره او اهمیت له بل هر وخت څخه په ښه توګه څرګند شي.
انشاالله چې ډیر ژر به له درنو هیوادوالو سره په دې هکله نور ښه خبرونه هم شریک شي.

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…