د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د حديث او حمزه بابا د کلام په رڼا کښې

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01loggoforkhost.jpg

 

 

 

 

له يوې مودې راهسې په دنيا کښې يوه غوغا جوړه شوې ده چې د روان ٢٠١٢ عيسوي کال د روان دسمبر د مياشتې په يويشتمه نېټه به قيامت راځي. په دې لړ کښې د هاليوډ سنيمائي دنيا چې د امريکې د سي آئي اے او اسرائيلو د موساد تر تسلط لاندې او د هغوي په هداياتو باندې چليږي زيات د پروپېګېنډې کردار ادا کوي په تېره بيا د ((دوه زره دولس
م کال)) نومې فېلم په خپرولو سره يې دې چارې ته زياته پراختيا ورکړې ده او وائي چې د ((مايا)) قوم خلق چې په مرکزي امريکا کښې يې زرګونه کاله مخکښې ژوند کوۀ باوري وو چې دنيا به د ٢٠١٢ کال د دسمبر په ٢١ نېټه ورانيږي. د هغوي په عقيده په دغه ورځ د مايا قوم تقويم له ٥١٢٥ کالو وروسته ختميږي او يو لړ طبيعي پېښې به رامنځته کيږي. دغه پېښې به په دا ډول وي. د زمکې د مقناطيسي مېدان ګډوډېدل، د نمر د سترګې شا ته د شمسي نظام د ټولو سيارو راتلل، پلاسمائي چاودنه (دهماکه)، نمريز طوفان او له زمکې سره د ناپېژندل شوې سيارې ټکرېدل.
د دغې نظريې له مخې په ظاهره وريځې، باد، سپوږمۍ، نمر او اسمان په دې لګيا دي چې د ٢٠١٢ روان کال د دسمبر د روانې مياشتې په يوېشتمه نېټه د دنيا خاتمه وکړي. دا خبره دومره زياته په دنيا کښې مشهوره کړې شوه چې د ځينو رپوټونو له مخې په مختلفو ملکونو کښې خلقو له ويرې نه ځانونه ووژل. نو له دې امله چې مونږ مسلمانان او بيا پښتانۀ يو نو دا مسئله به د اسلام او پښتو ادب په تېره بيا د حمزه بابا او خوشحال بابا د کلامونو په رڼاکښې وګورو چې دا خبرې تر کومه حده پورې حقيقت لري او په داسې حالاتو کښې مونږ ته څه عقيده لرل پکار دي او زمونږ څه ذمه واري جوړيږي؟
په ١٩٦٣ کال کښې هم نجوميانوغوغا جوړه کړې وه چې د ((جدي)) يا ((مرغومي)) په مياشت کښې (چې د دسمبر له يوېشتمې نه د جنورۍ تر ١٩ پورې نېټو سره سمون خوري.) اتۀ ستوري راغونډ شوي دي چې په دې وجه به قيامت راځي. خو حمزه بابا چې د نجوم او ستورو له علم نه زيات واقف ؤ او له دې نه علاوه يو عالم او عارف شخصيت ؤ د نجوميانو دغه او پېشګوئي دروغ او مسخره وبلله او داسې شعرونه يې وويل:
وائي چې ((جدي)) کښې اجتماع د اتو ستورو ده
جوړه څه غوغا کړه په دنيا کښې نجوميانو
وائي چې قيامت به شي په دغو دريو ورځو کښې
ټق وهئ لاسونه پورې خاندئ انسانانو
مونږ به ورته ((دلو)) د ((جدي)) د لاندې راولو
څومره چې طوفان يې وي په دې بوکه کښې ورک به شي
نشته دے قيامت چې په نړۍ کښې څو امام شته دے
ويرې چې اخېستي دي کوم زړونه همه سپک به شي
بابا په دغو شعرونو کښې وړومبې د نجوميانو دغه غېر منطقي پېشګوئي دروغ وبلله او بله يې دا خبره وکړه چې مونږ به ورته ((جدي)) يا د ((مرغومي)) مياشت د ((دلوې)) يا ((سلواغې)) د مياشتې چې د ((بوکې)) په معنا ده ترلاندې راولو او هغه ټول طوفانونه به ورته په بوکه کښې ورک کړو. چې دا د نجوم د علم يوه ډېره پېچيده مسئله ده او حمزه بابا پرې پوهېدۀ او يا پرې د دنيا ستور پېژاندي پوهيږي. نو حمزه بابا چې په دومره ډاډه زړۀ د دنيا د نجوميانو دعوا او پېشګوئي ردوي هسې عبث يې نه ردوي بلکې د نجوميانو د دغې دعوې او پېشګوئۍ د ردولو لپاره يو مضبوط دليل هم ورکوي او وائي:
((نشته دے قيامت چې په نړۍ کښې څو امام شته دے))
يعنې هغه غټ دليل د زمکې په سر باندې د ((امام)) موجوديت دے.
د بابا د دغه شعر په لوستلو سره دا ډول پوښتنې په ذهن کښې راځي چې هغه امام څوک دے؟ او ايا هغه ژوندے دے چې بابا يې ادعا کوي؟ او بله پوښتنه دا چې د زمکې په سر باندې د هغۀ جسماني ژوندون د قيامت له نۀ راتلو سره څه تعلق لري؟
نو له هر څه اول به د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د بابا په کلام کښې له دغه امام نه مراد کوم امام دے؟عرض وکړو چې که له عقلي او نفسياتي نظره په دې مسئله باندې لږ نظر واچوو او هغه دا چې په دنيا کښې عدل او انصاف قائمېدل د هر انسان که هغه له هر فکري مکتب سره تعلق ساتي يوه آرزو ده او غواړي چې په دنيا کښې هر انسان ته خپل حق ورسي. نو دا ارمان کوي چې کاش يو داسې کس دنيا ته راشي چې په ټوله دنيا کښې د عدل او انصاف يو نظام قائم کړي.
نو لکه څنګه چې انسان په دنيا کښې د تندې احساس کوي نو دغه د تندې احساس د دې خبرې دليل دے چې په دنيا کښې اوبۀ موجودې دي چې د انسان دا تنده ماتولې شي. نو همدغه شان چې هر کله انسان په ټوله دنيا کښې د عدل او انصاف د يو نظام د قائمېدو او هر چا ته د خپلو حقوقو د ملاوېدو تنده لري نو په عقلي توګه هم د دې خبرې ثبوت دے چې داسې يوه هستي راتلونکې ده چې هغه به په سراسري دنيا کښې عدل او انصاف قائموي او د انسان دغه تنده به ماتوي.
همدا رنګ د دې دنيا او انسانانو تخليق هم دا تقاضا کوي چې دا دنيا دې بې له فېصله کن مرحلې ، بې سرنوشته او بې نتيجې ختمه نۀ شي. بلکې پکار دي د دنيا له ختمېدو نه مخکې يې سرنوشت او برخليک په ډاګه شي. يعنې دنيا ته د يو نجات ورکوونکي راتلل د ټولو انسانانو يو فطرتي خواهش دے نو ځکه همدا وجه ده چې تقريباً په ټولو دينونو او مذهبونو کښې د دنيا په اخېر کښې له ظلم او ستم نه انسانانو ته د يو نجات ورکوونکي او اصلاح کوونکي د راتللو عقيده يوه مهمه او اصولي عقيده ده.
لکه عيسائيان عقيده لري چې حضرت عيسی (ع) به له قيامت نه مخکښې بيا دنيا ته راځي، يهوديان هم د حضرت داؤد (ع) يا د هغۀ له نسل څخه د يو نجات ورکونکي په راتلو باندې عقيده لري، زرتشتيان د ((سوشلېنټ)) نومې منجي د راتلوعقيده لري، حبشي نصرانيان د ((تئوډور)) نومې يو نجات ورکوونکي باچا په راتلو باندې عقيده لري، هندوان د ((وېشنو)) نومې نجات ورکوونکي په خروج کولو باندې عقيده لري، مجوسيان د ((هوشيډر)) په ژوندي کېدو او انسانيت ته د نجات په ورکولو باندې عقيده لري،بودايان هم د ((مهاتمابدهـ)) د بيا رتللو او انسانانو ته د نجات ورکولو عقيده لري او همدارنګ نور مذهبونه او مذهب�
 � ډلې هم له قيامت نه مخکښې د يو منجي د راتلو او د ظالمانو او ستمګرانو له ظلم و ستم او بې انصفافيو نه د نجاب په ورکولو باندې عقيده لري.
همدارنګ مسلمانان هم که هغه له هر مذهب او مسلک سره تعلق لري د حضرت امام مهدي عليه السلام په نامه چې د خداے د ګران رسول (ص) له نسل څخه به وي د راتلو، د دنيا انسانانو ته له ظلم او ستم نه د نجات ورکولو او په ټوله دنيا کښې د اسلام تربېرغ لاندې د يو عادلانه نظام د قائمولو عقيده لري.
او خداے پاک هم په قران شريف کښې په ټولو دينونو او نظرياتو باندې د اسلام د غلبې وعده ورکړې ده لکه د سورۀ توبه په ٣٣ مبارک ايت کښې فرمائي: هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ((هغه هغه ذات دے چې خپل رسول يې له هدايت او حق دين سره ولېږۀ چې په ټولو دينونو باندې يې غالب کړي که څه هم مشرکان يې نۀ خوښوي.))
يا دا چې د سورۀ قصص په ٥ مبارک ايت کښې فرمائي: وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ((يعنې مونږ غواړو چې په هغو کسانو باندې چې په زمکه کښې کمزوري کړې شوي احسان وکړ او هغوي د خلقو پېشوايان او د زمکې وارثان جوړ کړو.))
او دغه شان نور ډېر مبارک ايتونه شته چې د دنيا په اخېر کښې د اسلام او حق دين غلبې ته پکښې اشاره شوې ده.
يا د خداے له ګران رسول (ص) څخه هم په يو مبارک حديث کښې راغلي دي چې فرمائي: الاسلام يَعلو و لا يُعلَی عليه ((يعنې اسلام به غلبه پېدا کوي او نور مکتبونه ورباندې غلبه نه پېدا کوي.))
نو بس چې حمزه بابا په خپل کلام کښې د کوم امام ذکر کړے دے نوله نېکه مرغه زمونږ ټولو مسلمانانو دا عقيده ده چې د قيامت له راتلو نه مخکښې به د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو عليهم السلام څخه به اخېري امام تشريف راوړي. يعنې له قيامت نه مخکښې د امام مهدي (ع) په راتلو کښې د ځينو لامذهبو او متعصبو او تکفيري کسانو نه علاوه د هيڅ چا څه شک نيشته.
ځکه چې له نېکه مرغه په اسلام کښې په داسې وخت کښې چې يو پېغمبر، رسول او نبي ظاهري وجود نه لري د ټولو مسلمانانو په دې عقيده ده چې يوه سپېڅلي هستي چې امام مهدي (ع) نوميږي په اخيره زمانه کښې به له قيامت نه مخکښې تشريف راوړي او له ظالمانو، متسکبرانو، تيري کوونکو، او غاصبانو سره به مبارزه کوي او په ټوله دنيا کښې به په عدل، انصاف، امن او سولې سره صحيح اسلامي حکومت قائموي. لکه د خداے ګران رسول (ص) فرمائي:
(( قيامت به رانۀ شي ان تر دې چې زمکه له ظلم، ستم او دښمنيو څخه ډکه شي بيا به زما له اهلبېتو څخه مهدي (ع) پاڅون وکړي او زمکه به له عدل او انصاف نه داسې ډکه کړي چې څنګه مخکې له ظلم او ستم نه ډکه وي)) يا دا چې فرمائي: (( مهدي له مونږ اهلبېتو او د فاطمې له اولاد څخه دے )) يا دا چې فرمائي: (( مهدي (ع) زمونږ له اهلبېتو څخه دے ښکلې اوږده پوزه، ښکلے پراخه مخ او روښانه تندے چې زمکه به له عدل او انصاف نه داسې ډکوي لکه څنګه چې مخکښې له ظلم او ستم نه ډکه وي )) يا دا چې فرمائي: (( که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي نو خداے پاک به هغه ورځ اوږده کړي ان تردې چې زما له اولاد څخه هغه سړے پاڅو
 ن وکړي چې نوم يې زما په نوم دے )) ( د يادونې ده چې د امام مهدي نوم محمد دے مهدي يې په دې وجه لقب ګرځېدلےدے چې دينا به هدايت کوي)
امام حسن مجتبی عليه السلام فرمائي: ((.... خداے پاک به د حضرت مهدي (عليه السلام) عمر د غېبت په زمانه کښې اوږدوي، او له دې وروسته به په خپل بې پايانه قدرت سره هغه له څلوېښت کلنۍ نه کمې ځوانې څېرې سره ظاهروي.))
او داسې نور ډېر حديثونه چې د امام مهدي (ع) د ظهور په حقله نقل شوي دي د تفصيل لپاره د اهلسنتو د حديثونو ځينو دې کتابونو ته مراجعه وکړئ: ( صحيح ابوداود، مسند احمد بن حنبل، کنزالعمال،مستدرک الحاکم، حليه الاولياء، سنن ابن ماجه، تفسير سيوطي، ميزان الاعتدال، ذخائرالعقبي او داسې نور ډېر کتابونه )
له قيامت نه مخکښې د هغۀ د راتلو په حقله د خداے له ګران رسول (ع) څخه د پاس بيان شويو حديثو مبارکو په شان بې شمېره روايتونه نقل شوي دي. په مسلمانانو کښې د امام مهدي (ع) د ظهور په حقله دوه ډوله عقيدې وجود لري چې په هغو کښې يوه عقيده د اکثرو سني مسلمانو عالمانو ده چې عقيده لري امام مهدي (ع) لا پېدا نه دے له قيامت نه مخکښې به پېدا کيږي بيا به ظهور کوي او په ټوله دنيا به په عدل او انصاف سره حکومت کوي او پس له هغې به قيامت راځي او د ټولو شيعه مسلمانو عالمانو او د لږو سني مسلمانو عالمانو او عارفانو دا عقيده ده چې امام مهدي (ع) د ٢٥٥ هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د �
 �ياشتې په ١٥ نېټه د يولسم امام حضرت امام حسن عسکري (ع) په کور کښې وزېږېد او د اهلبېتو له دولسو امامانو څخه دولسم امام دے او په اوس وخت کښې خداے پاک د مخلوقاتو له سترګو نه لکه د ځينو انبياء کرامو او اولياء عظامو په شان په خاصه توګه د حضرت عيسي (ع)، حضرت الياس (ع) او حضرت حضر (ع) په شان پرده کړے او له قيامت نه مخکښې به ظهور کوي او دنيا به له عدل او انصاف نه ډکوي. او دا هم هغه عقيده ده چې حمزه بابا په خپل شعر کښې هم ورته اشاره کړې ده چې ((نشته دے قيامت چې په نړۍ کښې څو امام شته دے))
نو دلته غواړو چې د دې وروستۍ عقيدې لرونکو او امام مهدي (ع) د اهلبېتو امامانو څخه دولسم امام منونکو ځينو سني عالمانو او عارفانو نومونه وړاندې کړو چې په دا ډول دي: علامه شېخ بېهقي شافعي (رح)، شېخ محي الدين ابن عربي (رح)، شېخ محمد بن طلحه شافعي (رح)، علامه سبط ابن جوزي (رح)، شېخ ګنجي شافعي (رح) شېخ سليمان قندوزي حنفي (رح)، مولانا جلال الدين بلخي (رح)، شېخ سليمان يافعي مکي (رح)، شېخ ابن صباغ مالکي (رح)، شېخ عبدالرحمان جامي (رح) شېخ عبدالوهاب شعراني (رح)، ابن حجر هېثمي (رح)، شېخ حسن عراقي (رح) يوسف ګنجي (رح)، ابن خلکان (رح)، او فريد وجدي (رح) وغېره
او داسې د اهلسنتو د طريقت او عرفان اولياء کرام او ان ترخوشحال بابا (رح) او حمزه بابا (رح) هم امام مهدي (ع) د اهلبېتو له دولسو امامانو څخه دولسم امام ګڼي.
البته په دې ټکي باندې د اسلام د ټولو فرقو مسلمانان متفق دي چې امام مهدي (ع) به په اخيره زمانه کښې له قيامت نه مخکښې څرګنديږي په ټوله دنيا به په عدل او انصاف سره حکومت کوي او دنيا به له سولې، امن، ورورولۍ، عدل او انصاف نه ډکوي او حضرت عيسي (ع) به هم چې خداے پاک ژوندے ساتلے دے راځي او د امام مهدي (ع) په امامت کښې به نمونځ کوي او د هغه سپېڅلي امام تر مشرۍ لاندې به د وخت د دجال،نړيوال کفر، نفاق او مفسدان فی الارض په خلاف جهاد کوي.
په هر حال د امام مهدي (ع) وجود مبارک يو حقيقت دے او زر يا پس به د نړۍ انسانان دې حقيقت منلو ته مجبوريږي ځکه چې نن که مونږ د نړۍ حالاتو ته سترګې وغړوو نو دا خبره ثابتيږي چې په حديثو مبارکو کښې د حضرت امام مهدي (ع) د ظهور کوم علامات بيان شوي دي هغه تقريباً پوره شوي دي يا د پوره کېدو په اخيري مرحله کښې دي. هر خوا د ظلم بې عدالتۍ او بې انصافۍ بازار ګرم دے. يو طرف ته نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکه، انګرېز او اسرائيل دي په مختلفو بهانو او مختلفو طريقو په مختلفو سيمو کښې د مسلمانانو او مظومو انسانانو وينې بيوي او بل طرف ته د همدغو قوتونو په سازش سره جوړې
 شويو ځينو مذهبي ، جاهلو او متحجرو مفسدو ډلو د ظلم، ستم او سړي خورۍ انتها کړې ده، د بشري حقوقو په نړيوالو ادارو او حتی په خپلو حکومتونو، فوځونو او امنيتي ادارو باندې د ولسونو اعتماد پاتې نه شو او انسانيت د نااميدۍ په حال کښې يو غيبي امداد ته سترګې په لاره دے.د پښتون ملت غم خور او نبض شناس ارواښاد حمزه بابا هم په خپل دې کلام کښې د نړۍ د اميد او منتَظَر د ظهور کولو آرزو کړې ده لکه چې وائي:
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
راشه راشه راشه اوس څرګند په کليت کښې شه
اے د رسالت روحــه قــــالب د امامـــت کښې شه
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
اوس بغېر لــه تا نه چرته خوند د پېمانې نشته
اوس هغه رونق د دې دنيــــا د مېخانــــې نشته
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
ستا چې د راتګ وې هغه ټولې شوې وعدې پوره
تۀ راښکاره نۀ شوې کــــه شوې واړه نښــــانې پوره
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
شمع ستا د مخ چې په محفل کښې د دنيا نشته
واړه پتنګــــــان په انتظـــــــار ســـــوزي رڼا نشته
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
راغلۀ ستړي زړونـــــه په ککو يې قــــرار ونيــوۀ
ستا د ديدن شوق د ګريوان ځينې ځمبار ونيوۀ
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
ګرد چې د سپوږمۍ په مخ د ستورو پوګنېدل وينم
ستـــــا د مخ په نمر پســـــې د واړو پڅخېـــــدل وينم
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے
مسک شه د حمزه د زړۀ په ګل کښې د چپتيا په رنګ
يا خــــــو په لېمـــــۀ د بــــې نــــوا کښې د خندا په رنګ
بې رنګه بهار دے وچ د زړۀ ګلزار دے
اے د رسالت امامه! تا ته انتظار دے

همدا رنګ حمزه بابا (رح) په يو بل ځاے کښې وائي:

راځي راځي پرتو دې د رحمــــــن راځــــي
راغلے خو لا پوهې ته څــــه ګــــــران راځي
حمزه د محبت بــــــه معـــرفت شــــي هــــله
جامه کښې د مهدي چې هغه ځوان راځي

او بابا همدا رنګ ((د کابل سفرنامه)) نومې خپل کتاب کښې د حضرت امام مهدي (ع) د ظهور د نښو نښانو، د نۀ ظهور کولو وجوهاتو او د پښتنو جاهليت او بد حالت او د اخيري امام ظهور لپاره پښتنو ته د اصلاح کېدو او د تيارۍ د سفارش په اړه په خپلو شعرونو کښې په تفصيل سره اشاره کړې ده
يا د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) په خپل يو کلام کښې د احاديثو په رڼا کښې د اهلبېتو د دولسو واړو امامانو نومونه اخلي او په دې باندې تاکيد کوي چې دغه دولس برحقه امامان يوازې د مسلمانانو، يا يوې فرقې او مسلک نه بلکې د ټول جهان امامان دي او په اخېر کښې دغه ټول امامان پشت پشت يادوي يعنې پشت در پشت راغلي دي او پکښې وقفه نه ده راغلې او زمکه بې امامه نه ده پاتې شوې او دغه شان اخېري امام يعنې حضرت امام مهدي (ع) د امام حسن عسکري (ع) زوے او دولسم امام معرفي کوي او هغه د ټولې نړۍ هادي معرفي کوي او بيا يې د سني تعريف کړے دے د داسې سني چې بايد دا دولس امامان ومني
 او ورسره محکم عشق ولري او د هغوي د تعليماتو پېروي وکړي لکه وائي:

د جهان دولس امام دي
په حديث کښې نام په نام دي
يو علي دويم حسن دے
بل حسېن پاکيزه تن دے
چارم زېن العابدين دے
بل باقر ستنه د دين دے
بل جعفر ورپسې هم دے
بل امام موسی کاظم دے
بل امام علي رضا دے
محمد تقي بل بيا دے
بل امام عـلي نقـي دے
بـل حسـن عسکـري دے
بـل امام ، امام مهــدي دے
چې د درست جهـان هادي دے
د بــي بــي زهـرا اولاد دے
پشت په پشت دا هسې يـاد دے
پاک سني هغه آدم دے
چې د آل په عشق محکم دے

يا په يو بل ځاے کښې وائي:

په مهدي پورې يولس دي يا دولس
چې همه زويه، نمسي د پېغمبر دي

يا په يو بل ځاے کښې خو بابا هم هغه د امام مهدي (ع) د غېبېدو عقيده لري او ورته سوال کوي چې بس د غېبت له غاره راووځه او له ظلم او ستم نه نړۍ وژغوره وائي:

مهــــــدي لــــــه غــــاره ووزه
کېږده پښه پــــــه پلنـــګــونه (پلنګان يعنې پړانګان)
نــۀ ديـــن شته نۀ آئين شته
شرم لاړ پـــــه فـــرسنګـونه
مختــــــورن ظالمــــان ډېر دي
چې اخلـــي قلنـــګـــــونـــه
د عــــــدل تــــــوره واخــــلــه
ملک اسلام کړه په جنګون
بېـــــــداره اوســـــه زرکـــې
شهند ګرځــــي په څنګـــونه
خوشحــــــاله فکـــــر وکـــــړه
چې پريوزي خــــرسنګــــونه

همدا رنګ مولانا رکن الدين رکن عالم هم د خوشحال بابا په شان د دولسو واړو امامانو نومونه په شعر کښې بيانوي او په اخېر کښې وائي:

بـــل حسن عسکـري دي
بل اخېر محمد مهدي دے

همدا رنګ سلطان هند خواجه غريب نواز معين الدين چشتي(رح) د حضرت محمد(ص) د جنت مېرمن بي بي فاطمه (ع) او دولسو امامانو په وسيلې سره مناجات کوي او د يو يو د نوم په اخېستو سره له خدايه دعا غواړي. او په اخېر کښې خداے پاک ته عرض کوي:

يا رب بحق مهدي هادي که ذات امر
ماننــد مصطفی چـــون مولای اتقيا
يعنې اے ربه د هغه بر حق هادي حضرت امام مهدي عليه السلام په خاطر چې هغه د حضرت محمدمصطفي (ص)په شان د پرهيزګارو مولا دے.
په هر حال د امام مهدي (ع) او له قيامت نه مخکښې د هغۀ د ظهور کولو او دنيا له عدل او انصاف نه د ډکولو موضوع يو حقيقت دے او هيڅ مسلمان ترې انکار نه شي کولې.
د حمزه بابا په شعر کښې خو دا خبره ثابته شوه چې له امام نه مراد امام مهدي اخېرالزمان (ع) دے. او دا خبره هم ثابته شوه چې هغه دولسم پاک امام او د يولسم امام حضرت امام حسن عسکري (ع) فرزند دے او اوس د غېبت په پرده کښې دے او تر څو چې ورته د خداے پاک حکم نه وي شوے راڅرګنديږي به نه. او د هغۀ له راڅرګنديدو په ټوله دنيا کښې د اسلام له عدل او انصاف نه د ډک نظام د نافذ کولو او يوه موده په ټوله دنيا باندې له حکومت کولو نه پس به رحلت کوي او چې رحلت وکړي نو بيا قيامت راځي.
او اوس دا پوښتنه چې د زمکې په سر باندې د هغه امام د ژوند او د قيامت نه راتللو څه فلسفه ده؟ نو عرض به وکړو چې خداے پاک دا دنيا هيڅ کله له خپل يو حجت نه خالي نه ده پرېښودې او له حضرت ادم (ع) نه واخلې په مختلفو وختونو کښې يې يو لک څلوريشت زره انبياء راولېږل او هر يو نبي په خپل خپل وخت کښې په زمکه باندې د خداے پاک حجت ؤ او له خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) له رحلت نه پس چې د نبوت او رسالت دورازه بنده شوه نو د دې لپاره چې زمکه د خداے پاک له حجت نه خالي پاتې نۀ شي د پېغمبر اکرم (ص) له خاندان څخه د پاکو او برحقو امامانو سلسله شروع شوه چې وړومبے امام يې حضرت امام �
 �لي (ع) او اخيري امام يې امام مهدي (ع) دے چې له امام مهدي (ع) نه بغېر نور يولس واړه امامان د ظالمو او جابرو واکمنانو په سازشونو سره شهيدان شو او يو امام مهدي (ع) خداے پاک د انسانيت د هدايت لپاره د غېبت په پرده کښې ژوندے وساتۀ او د خداے د ګران رسول (ص) او نورو امامانو د پېش ګوئۍ له مخې به هغه وخت به ظهور کوي چې کله دنيا له ظلم، ستم او بې انصافۍ نه ډکه شي.
په زمکه باندې د خداے پاک د يو حجت د موجودګۍ په اړه ډېر روايتونه راغلي دي چې د نمونې په توګه به يوه دوه دلته بيان کړو او خپل بيا به پاې ته ورسوو:
د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو څخه پينځم امام حضرت امام محمد باقر (ع) فرمائي: وَ اللَّهِ مَا تَرَكَ اللَّهُ أَرْضاً مُنْذُ قَبَضَ آدَمَ ع إِلَّا وَ فِيهَا إِمَامٌ يُهْتَدَى بِهِ إِلَى اللَّهِ وَ هُوَ حُجَّتُهُ عَلَى عِبَادِهِ وَ لَا تَبْقَى الْأَرْضُ بِغَيْرِ إِمَامٍ حُجَّةٍ لِلَّهِ عَلَى عِبَادِهِ (( په خداے مې دې قسم وي چې له هغه وخت نه چې خداے د آدم (ع) روح قبض کړ زمکه هيڅکله له امام (حجت) نه بغېر نه ده پرېښودې چې خلق د هغۀ په وسيلې سره د خداے لوري ته هدايت شي او هغه د خداے لخوا په خپلو بندګانو باندې حجت دے او زمکه بې له امامه چې د خداے لخوا په �
 �پلو بندګانو باندې حجت دے وجود نه لري.))
او شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) په يو ځاے کښې فرمائي: مَا زَالَتِ الْأَرْضُ إِلَّا وَ لِلَّهِ فِيهَا الْحُجَّةُ يُعَرِّفُ الْحَلَالَ وَ الْحَرَامَ وَ يَدْعُو النَّاسَ إِلَى سَبِيلِ اللَّهِ ((د زمکې له پېدائش نه تر اوسه پوې داسې وخت نه دے تېر شوے مګر دا چې د خداے پاک حجت پکښې موجود ؤ او دے چې د خداے حلال او حرام خلقو ته بيان کړي او د خداے لارې ته خلق راوبلي،))
نو په اخېر کښې به دومره عرض وکړو چې لکه څنګه چې زمونږ ټولو عقيده ده چې د قيامت د راتلو علم يوازې خداے پاک ته دے خو دومره مطئن يو چې د اخيري امام له ظهور نه مخکې به قيامت نه راځي او بله دا چې د امام ظهور هم د خداے پاک له حکم نه بغېر نه رامنځته کيږي او يو خداے پاک خبر او قادر دے چې کله ورته د راڅرګندېدو حکم کوي. خو هغه خبره چې له مونږ سره تعلق لري او زمونږ ذمه واري جوړيږي هغه دا چې د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوي له اهلبېتو سره عشق او مينه وساتو، د قران شريف او د هغوي پاکانو په تليماتو باندې پابند اوسو او فقط او فقط له خداے پاک نه دا دعا غوښتې شو چې خدايه پا
 که د هغه پاک امام ظهور زر تر زره وکړې چې هغه هستي چې يو لک څلوريشت زرو انبياء عليهم السلام يې د دنيا په اخېر کښې زېرے ورکړے دے په خپلو سترګو وويني او د هغۀ په رکاب کښې وګرځو چې هغه هستي چې نن سبا کومې ګډوډۍ، ظلم، ستم، بې انصافي او بې ګناه وېنې بهيونې جاري دي هغو ته خاتمه ورکړي. او په ټوله دنيا کښې د محمدي (ص) اسلام له عدل او انصاف نه ډک نظام نافذ او قائم کړي. آمين،
****************************

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1775

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1727

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1981

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2548

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6771

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…