د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لــــــــــــویـــــــه ونـــــــــــــه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01yusofzarefii.jpg

 

د ادبي لیکنې په بهانه ټولنیزه لیکنه د پسرلي موسم و ، هره خوا شنې ونې ، ښکلي بوټي او ښایسته ګلان ښکاریدل ، هر څه په وده کې وو ځکه چې دا د ودې او پرمختګ وخت و. زه هغه پورې سیند غاړې ته تلمه ، له يوې خوا ډیره ستړې شوې وم او له بلې خوا لار هم ډيره اوږده پاتې وه ،فکر مې وکړ چې چیرته دمه وکړم ، ناګهانه مې په هغه بڼ سترګې ولږیدې چې دوه وارې وړاندې هم زه له خپل پلاره سره راغلې وم زړه مې هم نه کیده ځکه چې هغه دواړه واره مونږ لدې ځایه شړل شوي وو ، خو له ځانه سره مې تصمیم ونیو چې په ډالیو به ئې دلاسه کړم ، ورته به ووایم چې تاسو ته مې له ځانه سره ډالۍ راوړي دي ، ځکه چې هغه تیره پلا هم پلار مې چې چاته تحفې او سوغاتونه ورکړي دي هغو مالیانو به زمونږ په شتون باندې تاکید کولو .... په همدې فکرونو کې ډوب وم چې د بڼ دروازې ته ورسیدم ومې کتل چې د بڼ دروازه بنده وه. فکر مې وکړ چې په دیوال به ورواوړم ، دیوال که څه هم لوړ وو خو تر څنګ ئې یوه وړه ونه وه نو د هغې په واسطه دیوال ته پورته شوم ، دیوال ډیر لوړ وو خو ښه وو د بڼ په بر سر کې یوه لویه ونه ولاړه وه د هغې ونې ځینې تنکۍ څانګې او ښاخونه د دیوال څنګ ته راغلي وو همغې ته مې ورټوپ کړ کوښښ مې وکړ خو د ښاخونو په واسطه د ونې بیخ ته په ورسیدو بریالی نه شوم لاندې چې مې وکتل یوه وړه ونه ولاړه وه فکر مې وکړ چې همدا ښه لاره ده سمدستي مې همغې ونې ته کړه چې زه کولای شم چې ستا په واسطه دې بڼ ته کوز شم؟ ، بیا مې له هوښیارۍ څخه کار واخیست ورته مې وویل چې که مرسته دې راسره وکړه او کوز دې کړم نو زه به هم لتاسره مرسته وکړم هغې وویل چې ته به له ماسره څه مرسته وکړې ما ورته ویل چې زه به اوبه درکړم ، ونه په خندا شوه او ويي ویل اوبه خو زما ریښې هم ماته راکولای شي او که دې لويې ونې ته ئې څوک ورکوي هم ئې ګټه ماته رسیږي . ما وویل ښه نو څه مرسته در سره وکړم ، هغې وویل هغه ښاخونه چې ته پکې ناست ئې هغه زما د سر دپاسه دي ما هیڅ ودې ته نه پریږدي او که ته چیرې لماسره مرسته کوې نو هغه پرې کړه ما هم ورسره ومنل چې راښکته شوم لومړی مې ورته اوبه واچولې او بیا مې په پوره تدبیر سره هغه د بلې ونې ښاخونه پريکړل . اوس مې دا ونه ښه ملګرې شوې وه چې څه به مې ورته ویل هغه به ئې منل ښه مې وروزله ، که څه هم په بڼ کې ډیرې ونې ولاړې وې خو د هغې غټې ونې عمر تر نورو ډیر زیات وو ؛ هغه تیره پلا مې له پلاره اوریدلي ؤ چې دا ونه له ډیرو زمانو څخه دلته ولاړه ده هغه وايي چې پينځه زره کاله را په دیخوا دا ونه دلته ولاړه ده ، چې دې بڼ لا دیوالونه هم نه درلودل ، او حتی یو بڼ هم په دې نژدې شاوخوا کې نه وو چې دیوال ئې لرلی وای او چې ریښتیا خبره وي لمړی همدا بڼ ؤ چې دیوالونه ئې جوړ شول چې دروازه او سرطاقونه ئې هم د دې ونې له لرګیو څخه جوړ شوي دي او ویل کیږي چې د زمانو په اوږدو کې ئې سرطاقونه او دروازې بدلې شوي دي خو لرګي ئې تل له همدې ونې څخه اخستل شوي دي څومره لویه ونه ده په دې دومره لوي بڼ کې ئې هر خوا لکه د لاس د موټي په څیر ښاخونه خپاره شوي دي او دا لا څه کوې چې ځینې ښاخونه ئې له بڼ نه بهر هم وتلي دي او حتی ټول کلي کې خپاره شوي. عجیبه ونه ده ، څومره چې ئې ښاخونه پرې کیږي هغومره ئې ښاخونه لویږي او ډيریږي خو افسوس د دې ونې به حال چې په دې دومره وخت کې ئې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی کړی ، ګوره دې نورو بڼونو او ونو ته چې اوس اوس وکرل شول ، هغه څومره لوي شوي ، څومره ښایسته شوي او څه ښکلي ښکاریږي او ریښتیا را په یاد شول د دې لويي ونې یوه ګټه خو د بڼ د نورو ټولو ونو ته رسیدلې که د چا لرګي په کار وي ( د سوز او د صنعت) نو همدا ونه ده چې ډیر او وچ وچ ښاخونه لري هغه وهي او وړي ئې ؛ دا ونه څومره پیاوړې ، ښاغلې ، توریالۍ ، واکمنه او ننګیالۍ ونه ده خو افسوس چې څومره بد مرغه ، بد بخته او بې اتفاقه څانګو لرونکې ده . د دې ونې د وهلو او څانګو پري کولو اراده خو د هر چا سره ده خو بیا هم د خپلو څانګو د وهلو له پاره هم دا ونه د تبر لاستي ورکوي . This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.">This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…