د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

کل مسکر و مفتر حرام

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01yusofzarefii.jpg

 

 

د پښتو ژبې نومیالی شاعر لیکوال او د تورې او قلم څښتن خوشحال خان خټک بابا په خپل کتاب (دستار نامه ) کې د ښه ځوانان تر عنوان لاندې داسې کښلي دي :(جهان په دوه توکه انتظام او قیام لري . په علم او توره : که توره نه وي ، علم بې قوته دی قوت ئې توره ده ، د علم څښتن محتاج د تورې د څښتن دی د تورې څښتن محتاج د علم د څښتن دی. ښه ځوانان هغه دي چې دا دواړه توکه ولري په یوه لاس کې کتاب په بل لاس توره .) دا څه وخت کیدای شي ؟ چې ځوانان د علم په ګاڼه ځانونه سمبال کړي او دا هله کیدای شي چې ځوانان د نشه يي توکو له استعمال څخه ځان وژغوري ځکه چې مخدره مواد هغه توکي دي چې د بدن په فعالیتونو باندې ډول ډول بدې اغیزې کوي او د دغو فعالیتونو د کمزورتیا سبب ګرځي . په نشه یي توکو د روږدو خلکو د بدن مقاومت ضعیف وي او تل ناروغه کیږي . نو راځئ چې د نشې د مخنیوي په اړوند خپل دیني ، اخلاقي او ټولنیز مکلفیت سرته ورسوو ، ځکه چې نشه د بدمرغۍ پيلامه ده همدا نشه ده چې د ماینونو په څیر انسانان معیوبوي او لمنځه يي وړي . د نشه يي توکو ( شراب ، چرس ، سګرټ ، اپين ، کوکین ، مورپين ، هیروین ......) دې ته ورته د نورو ناوړه اعمالو رواجول ، پلورل او دیته لارې برابرول حرامه کړنه ده ترینه باید ځان ساتنه فرض وګڼل شي او ځان ساتونکی ئې د کامیابۍ او د الله (ج) د رضامندۍ وړ دي ځکه خو د نړۍ ستر واکدار بښونکي او پالونکي خدای (ج) فرمایلي دي : ( ژباړه : ای مومنانو ! بیشکه چې شراب ، قمار ، بتان او غشي پلیت دي او دا د شیطان کار دی نو ځان ترینه وساتئ د دې لپاره چې نجات ومومئ ) الله تعالی خپل بنده ګان د خپلو اوامرو څخه اطاعت کولو او له نواحیو څخه ځان ساتلو ته رابولي او ورته امر کوي چې شراب مه څښئ ، ځکه عقل ګډوډوي ، له منځه ئې وړي او د سالم فکر کولو څخه ئې اړوي . همدا شان د الله تعالی محبوب پيغمبر او د مسلمانانو ستر لارښود حضرت محمد (ص) هم د نشه يي توکو منع کړېده او داسې ئې فرمايلي دي : (کل مسکر و مفتر حرام ) الحدیث ژباړه : هر نشه کوونکی او سست کوونکی څیز حرام دی . په دې پوهیږئ چې نشه له څه شي څخه پيلیږي ، هوکی ! نشه له امتحانولو او څکلواو د خرابو خلکو سره د ناستې او ملګرتوب څخه پيلیږي ، نو مونږ هیڅکله باید داسې عمل ونه کړو چې بیا ترې پښیمانه یو چې بیا به پښیماني هیڅ ګټه ونه کړي . نو راځئ چې خپل راتلونکی په خپله وسنجو او د نشه يي توکو څخه ځان وژغورو ځکه چې په نشه يي توکو د روږدو خلکو د بدن مقاومت ضعیف وي او تل ناروغه کیږي . نور خپلې خبرې رالنډوم او په اخیره کې ټولو انسانانو ، افغانانو او په ځانګړي توګه ځوانانو ته د پیغام په ډول وړاندیز کوم چې نشه د ژوند تباهي ده ، راځئ چې خپل ژوند له تباهۍ وژغورو .

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…