د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

درې رنګونه

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01yusofzarefii.jpg



 

ادبي لیکنه :
درې رنګونه چې زه ورسره ډیره مینه لرم او زما ډیر خوښیږي که سر او ځان مې پءې هم قربانیږي و به ئي نه سپموم .
هغه ډیر ښکلي دي او ماته ځکه ګران دي چې هماغه درې رنګونه دي چې مونږ ئي تر سیوري لاندې راغونډ او په نړۍ کې يئ خپلواک او ثابت پاتې کړي يو .
په همدې خاطر خو په دې رنګونو باندې زمونږ نیکونو او پلرونو ځانونه قربان کړي دي د همدوي د وينو او قربانيو برکت دی چې تر نننه په نړۍ کې يو ثابت ملت يو .
پس مونږ ته هم پکار ده چې د خپلو نیکونو او پلرونو په پَل قدم کیږدو او د دې دريو رنګونو په ساتلو کې خپل ځان او مال ونه سپموو لکه يو شاعر چې وايي :
              د وطن په مقدس نامې قسم خورم
                                        چې له ځانه به زه زیات د وطن غم خورم     
هو هغه درې رنګونه چې زه ورسره مینه لرم عبارت دي له تور سور او زرغون (شین) څخه چې په دې رنګونو کې يو لوي راز پروت دی او هغه دا چې تور ئي د جهالت په معنی دی چې زمونږ په هيواد کې د جهل ، غلامۍ او ناپوهۍ توره تیاره خپره وه .
سور رنګ د انقلاب په معنی دی چې مقصد درې د غازیانو او شهیدانو د قربانيو نتیجه ده چې د ازادۍ لپاره ئي خپلې وینې توې کړې وي او زرغون (شین) رنګ ئي بیا د دې سرخندنو په بدل کې د سوکالۍ او رامۍ د راتګ معنی لري او همدا رانګونو دې چې د افغانیت پيژندګلوي کوي او زمونږ شناخت دی .
د دې رنګونو د يو ځای کیدو په صورت کې چې په منل شویو اصولو يو ځای شي او د پاسه پرې افغان ملي نښان چې غرونه د وږي په یوې کرې کې راتاو شي او په لاندنۍ برخه کې ئي د ممبر او په پاس برخه کې ئي د لمر ځرک او د الله اکبر مقدسه کلمه لیکل شوې ده .
هوکی ! دا د افغانستان د وحدت سمبول دی او دا درې رنګونه زمونږ ملي بیرغ دی ځکه را باندې ډیر ګران دي او دا درې رنګونه زمونږ ملي بیرغ دی ځکه را باندې ډیر ګران دی .
( رپانده دې وي د افغانستان ملي بیرغ )

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…